IQNA

  په غزې کې صهیونیسټانو د طوفان الاقصی په اړه د قرآني آیتونو په بی حرمتئ کې اعلامیې ویشلي

5:41 - June 30, 2025
د خبر لمبر: 3491336
 ایکنا - د اسرائیلونیواکګر پوځ  د غزې په شمال لویدیځ کې اعلامیې ویشلې، چې پکې قرآني آیات شامل دي او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د طوفان الاقصی پوځي عملیات ئې د حضرت نوح (ع) له طوفان سره تړلي دي.

 ایکنانیوز د العربي الجدید په حواله راپور راکوي، د اسرائیلو د خپرونو ادارې ویلي، اسرائیلي پوځ د غزې په شمال لویدیځ سودانیه سیمې کې اعلامیې ویشلې، چې پکې د حضرت نوح (ع) د طوفان، چې مشرکان ئې له مینځه یوړل، د حماس د مقاومت غورځنګ له خوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷  د «طوفان الاقصی» له عملیاتو سره تړل شوي دي.

دغې ادارې ویلي، دا اعلامیې د قرآن د «فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ» آیت لري، چې د قرآن د طوفان او طوفان الاقصی عملیاتو ته اشاره کوي.

دغې ادارې د دغو اعلامیو د خپرولو هدف روښانه کړی نه دی. دا اعلامیې په داسې حال کې خپرې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرې جمعې ویلي وو، چې باور لري په راتلونکې اوونۍ کې په غزه کې د اوربند امکان شته. خو اسرائیلي چارواکو د شنبې په ورځ د ټرمپ د څرګندونو په اړه حیرانتیا ښودلې او ټینګار ئې کړی چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په دریځ کې د بدلون هیڅ نښه نشته.

حماس غورځنګ څو ځله د اسرائیلي اسیرانو د یوځلي خوشې کولو لپاره خپله چمتووالی څرګند کړی، په دې شرط چې جګړه ودرول شي، د اسرائیلو پوځ له غزې ووځي او فلسطیني اسیران خوشې شي. خو نتانیاهو، چې د خپلو جنایتونو له امله د نړیوالې جنایي محکمې له خوا تر تعقیب لاندې دی، پر جزوي توافقاتو ټینګار کوي او د فلسطینيو ډلو د  بې وسلې کولو په ګډون نوي شرطونه وړاندې کوي او د غزې د بیا نیواک پر پلان ټینګار کوي.

تل ابیب اټکل کوي چې ۵۰  اسرائیلي اسیران لا هم په غزې کې ساتل کیږي او ۲۰ ئې لا ژوندي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4291509

captcha